ǸԹ

Skip to main content
لارښود

د پناه غوښتونکو خلکو لپاره فزیکي او رواني روغتیا ملاتړ شتون لر ي (accessible)

تازه شوی 15 May 2026

دا د چا لپاره دی؟

دا سند د هغو پناه غوښتونکو لپاره دی چې د خپل فزیکي یا رواني روغتیا په اړه اندیښنه لري .

زه کوم روغتیایی پاملرنه ترلاسه کولی شم؟

د روغتیا ملي خدمت ) NHS ( د حکومت لخوا تمویل شوی روغتیایي خدمت دی چې هرڅوک په انګلستان کې ژوند کوي پرته له دې چې د خدماتو بشپړ لګښت تادیه کړي ګټه ترې واخلي. تاسو مستحق ګڼل کېږئ چې د لګښت پرته یو عمومي ډاکټر ) GP ( وګورئ او NHS خدمتونو چمتو کوونکي روغتون پاملرنه ترلاسه کړئ . تاسو ممکن د وړیا یا په ټیټه بیه د درملو مستحق شئ. نور معلومات شتون لري په: NHS entitlements: migrant health guide - ǸԹ (www.gov.uk)

آیا د روغتیا پاملرنې ملاتړ زما د پناه غوښتنې مطالبه اغیزه کوي؟

ستاسې غوښتنه به د کومې ناروغ ئ یا د کومې درملنې په واسطه چې تاسو یې تر لاسه په منفي توګه اغېزمنه نشي.

کورنیو چارو وزارت (Home Office) نقش:

د کورنیو چارو وزارت د پناه غوښتونکو سره د پناه غوښتنې پروسې پورې اړوند مسلو کې مرسته کوي. روغتیایی مسایل چې د کورنیو چارو وزارت سره شریک شوي کیدای شي د پناه غوښتنې د مطالبو پروسس کولو او د استوګنې اړتیاو ارزولو په وخت کې په پام کې ونیول شي. د کورنیو چارو وزارت فزیکي یا رواني روغتیا ملاتړ نه کوي.

مهاجرینو د مرستې رول:

رول: د مهاجرینو مرسته د استوګنې او مالي ملاتړ پورې اړوند مسلو سره مرسته کوي -د پناه غوښتنې مشوره او لارښود د مهاجرینو مرسته () (خلاص 24 / 7 / 365): 508 8010 0808

اضافي خدمتونه::

د لته د نورو خدمتونو یو لیست شته، د غېر دولتي ادارو څخه، کوم چې پناه غوښتونکو ته معلومات او ملاتړ وړاندې کوي. تاسو کولی شئ د یو ژباړونکي غوښتنه وکړئ چې خدمتونو ته لاسرسي کې درسره مرسته وکړي. مهرباني وکړئ د لا زیاتو معلوماتو لپاره دې سازمانونو سره په اړیکه کې شئ.

د کډوالو شورا (The Refugee Council)

د کډوالو شورا د هغو خلکو سره کار کوي چې په انګلستان کې د پناه غوښتنې په لټه کې دي. The Refugee Council

مشوره، معالجوي او عملي ملاتړ وړاندې کوی کوي ترڅو د خلکو ځای پر ځای کېدو کې مرسته وکړي. دوی د هغو ماشومانو سره کار کولو کې هم تخصص لري چې یوازې انګلستان ته راځي. که تاسو له 18 کلونو کم یاست، مهرباني وکړئ د بېل شو یو ماشومانو له کرښې سره په 3499 175 0808 شمیره اړیکه ونیسئ (د دوشنبې څخه تر جمعې، د سهار 8:30 څخه تر ماښام 5:30 پورې ) . د انفولاین فریفون 7272 196 0808 شمیرې ته زنګ ووهئ (د دوشنبې او پنجشنبې، د سهار 9:30 څخه تر 12:30 پورې ) .

’ My View ‘ د ماشومانو خدمت

My View د ماشومانو د درملنې خدمت د ځوانانو لپاره یو خوندي، محرم ځای دی چې د خبرو اترو، انفرادي تخلیقي کار، یا ډله ایز درملنې ملاتړ له لارې د هوساینې ملاتړ ته لاسرسې ولري . د هېواد په بیلابیلو برخو کې دغه خدمت وړاندې کیږي. مهرباني وکړئ د نورو معلوماتو لپاره زموږ ویب پاڼه وګورئ :

د Barnardo

د موسسه د ماشومانو، ځوانانو، او کورنیو ملاتړ کوي، په دې کې هغه کسان هم شامل دي چې په برتانیه کې پناه غواړي. د دوی خدمتونه عبارت دي له:

  • د Ubuntu پروژه )هیرتفورډشر، سکاټلینډ، شمالي ایرلنډ(: د ټولنې ظرفیت لوړوي د هغو سازمانونو په اړیکه جوړولو سره چې د نوي راغلي ماشومانو، ځوانانو، او کورنۍ ملاتړ کوي .

  • د ماشومانو د قاچاق په اړه د خپلواکه ساتنې خدمت (ICTG)(د انګلستان ځینې برخې او ټول ویلز): هغو ماشومانو ته ځانګړی ملاتړ برابروي چې د عصري غلامۍ یا قاچاق قرباني شوي وي، په دې کې د پناه غوښتونکي ماشومان هم شامل دي.

  • د هرکلي خدمت (سکاټلینډ): د پناه غوښتونکو کورنیو ته د کورنۍ ملاتړ وړاندې کوي.

  • د کډوالو د ملاتړ خدمت (شمالي ایرلنډ): د پناه غوښتونکو او کډوالو کورنۍ له ځایي خدمتونو سره وصلوي

  • د خپلواکه سرپرست خدمت (IGS) (شمالي ایرلنډ): د بې سرپرسته پناه غوښتونکو ماشومانو ملاتړ کوي.

  • د ملاتړ شوي هستوګنې خدمت (شمالي ایرلنډ) د بې سرپرسته ماشومانو او ځوانانو (عمر 16 – 21) لپاره هستوګنځای او ځانګړی ملاتړ برابروي .

د برتانیه سور صلییب (British Red Cross)

د برتانیې سره صلیب بیړنۍ مرستې، یو له بل څخه ملاتړ او د قضیې کار او د کورنیو سره بیا یوځای کولو کې مرسته کوي. د برتانیا سره صلیب د کډوالۍ توصیه نه کوي. د برتانیې سره صلیب د انګلستان په کچه خدمت دی . د نورو معلوماتو لپاره خپل سیمه ایز دفتر سره اړیکه ونیسئ:

Every Mind Matters Loneliness

NHS د یوازیتوب کمولو لپاره عملي مشورې او لارښوونې وړاندې کوي، او د ملاتړ کونکو سازمانونو په اړه توضیحات ورکوي. ویبسایټ:

نور خدمتونه

د کورنی ناوړه ګټه اخیستنې د مرستې ټلیفوني خدمات (Domestic Abuse Helplines)

  • انګلستان د کډوالۍ وړیا تلیفون 24 ساعته د کورني ناوړه ګټه اخیستنې ملي مرستې لاین؛ 247 2000 0808 د ژوندی خبرو اترو خدمت، دوشنبه - جمعه، د ماسپښین 3 - 10 بجو پوری

  • Live Fear Free - Wales د مرستې لیکه; 008 10 80 0808

  • سکاټلنډ د سکاټلینډ کورني ناوړه ګټه اخیستنه او جبري واده د مرستې لاین; 1234 027 0800

  • شمالي آیرلینډ - د میرمنو مرستې شمالي ایرلینډ؛ 1414 802 0808

  • نارینه - د نارینه وو د مشورې لیکه؛ 8010327 0808

  • (LGBTQI) Galop اړیکه ونیسئ 5428 999 0800

د چټک غبرګون خدمت (Emergency Response Service)

  • 999 یا 112 ته زنګ ووهئ که چیرې څوک جدي ناروغ یا ټپي وي او ژوند یې له خطر سره مخ وي

  • د ژوند نه ګواښوونکي طبي مرستې لپاره 111 ته زنګ ووهئ

د ځان وژنې مخنیوي مرستې ټیلیفوني لاینونه

  • Papyrus - د ځوانانو د ځان وژنې مخنیوی اړیکه ونیسئ 41 41 068 0800

  • Samaritans - اړیکه ونیسئ 123 116

له شکنجې څخه خلاصون (Freedom from Torture)

په لندن، برمنګهم، نیوکاسل، مانچسټر، او ګلاسګو کې مرکزونه د برتانیې د شکنجې قربانیانو ملاتړ کوي، په دې خدماتو سره :

  • درملنه : د PTSD ، خپګان، او اضطراب لپاره یو پر یو او ډله ییز ملاتړ

  • د ښه ژوند فعالیتونه: هنر، موسیقي، باغباني، فوټبال، او پخلي .

  • د روغتیا ملاتړ: ارزونې او د درد مدیریت، په دې کې فیزیوتراپي هم شامله ده .

  • د پناه غوښتنې لپاره میډیکو-قانوني راپورونه:

  • قانوني او عملي ملاتړ: د وکیلانو، پناه غوښتنې پروسو، توقیف، هستوګنې، زده کړې، مالي چارو، او ټولنیزې پاملرنې کې مرسته

د اړیکې شمیره: 7777 7697 020

ویب پاڼه:

د هیلین بامبر بنسټ (Helen Bamber Foundation)

هیلین بامبر بنسټ یوه تخصصي کلینیکي او د بشري حقونو خیریه موسسه ده چې د قاچاق، شکنجې، او د خورا انساني ظلمونو د نورو ډولونو څخه د ژوندي پاتې شویو سره کار کوي.

د دوی څو اړخیزه او کلینیکي ټیم د ژوندي پاتې شویو لپاره یوه بشپړه پاملرنه چمتو کوي چې پدې کې شامل دي:

  • د فزیکي او رواني ټپونو طبي-قانوني مستند کول

  • د شواهدو پر بنسټ متخصص معالجوي پاملرنه

  • طبي مشورتي خدمت

  • د قاچاق پر وړاندې د مبارزې پروګرام

  • د کور جوړولو او هوساینې مشوره

  • د قانوني خوندیتوب مشوره

  • د ټولنې د ادغام فعالیتونه او خدمات.

ویبپاڼ:

مایکرو رینبو(Micro Rainbow)

مایکرو رینبو د LGBTQI کډوالو او په انګلستان کې د پناه غوښتونکو خلکو ملاتړ کوي. د ادغام لپاره د مایکرو رینبو جامع چلند په دریو ستنو ولاړ دی: خوندي کور، ټولنیز شمولیت، او د کارموندنې ملاتړ. دا پروګرامونه ډاډ ورکوي نه دا چې زموږ ګټه اخیستونکي یوازې خوندي دي بلکې د بشپړ او خپلواک ژوند کولو توان هم لري. دوي وړاندي کوي:

  • خوندي هستوګنځای او د هستوګنې مشورې .

  • ټولنیز ګډون فعالیتونه او د ټولنې پیښې .

  • د پرمختګ او د کار موندنې ملاتړ ترڅو د LGBTQI کډوالو مرسته وکړي چې خپلواکي ترلاسه کړي .

ویب پاڼه: د مرستې کرښه: 5851 358 0800

په شمالي ایرلیند کې خدمتونه

د روغتیا پاملرنې، کور، کار او زده کړې ته لاسرسي په ګډون د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره مشوره او ملاتړ شتون لري ویپ پاڼه:

Doctors of the World

د سازمان د پناه غوښتونکو لپاره معلومات او عملي ملاتړ برابروي، ترڅو د عمومي ډاکټر سره ځان ثبت کړي او هغو کسانو لپاره چې د NHS خدمات د NHS د چارج کولو مقرراتو له مخې ځنډول شوي وي. دوی یوه مشورتي کرښه، رسنیز خدمات، او د مدافعتي پروګرامونه چلوي.

د تلیفون شمیره: 7686 164 0808

د سکاټلنډ د کډوالو شورا (SRC) (خدمتونه یوازې په سکاټلنډ کې دي)

  • د کورني د حقونو خدمت: د هغو کورنیو لپاره چې ماشومان لري، د واحد والدینو او امیندواره مېرمنو په ګډون. بریښنالیک: families@scottishrefugeecouncil.org.uk

  • د بې وزلۍ خدمت: د رد شویو پناه غوښتونکو سره مرسته کوي چې د ARE Appeal Rights Exhausted په نوم پیژندل کیږي بریښنالیک: destitution@scottishrefugeecouncil.org.uk

  • د کډوالو د ادغام خدمت: د هغو نویو مهاجرو ملاتړ کوي چې د پاتې کیدو لپاره هر ډول رخصتي ورکړل شوي.

د وړیا تلیفون د مرستې لیکه: د کډوالو او پناه غوښتنې په اړه معلومات او مشوره 7274 8196 080 . (د دوشنبې څخه تر جمعې، د سهار 9:00 څخه تر ماښام 5:00 پورې).

Welsh د کډوالو شورا (WRC) (خدمتونه یوازې په Wales کې دي)

د ویلز کډوالو شورا د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره مشوره، ملاتړ، مدافعتي خدمتونه، او لارښوونې برابروي . د مرستې کرښه: 7273 196 0808 ویب پاڼه:

په خدمتونو کې دا شامل دي:

  • د ویلز د پناه خدمت: د پناه غوښتنې سیسټم په پوهېدو کې ملاتړ .

  • د اوکراین ملاتړ: د هستوګنې، خدماتو، او زده کړو ته لاسرسی کې مرسته .

  • د پرمختګ ملاتړ: د نوي پېژندل شویو کډوالو لپاره په هستوګنې، مستحقاتو، کار، او بانکي چارو کې مرسته .

  • د eVisa ملاتړ: د BRP/ ویزا اسنادو څخه د ډیجیټل eVisa ته په بدلون کې مرسته .

  • زده کړه او د کار وړتیا: د برتانیې د زده کړو او د کار لارې چارې اړوند مشوره .

  • د یواځې مشورې صندوق: په هستوګنې، پور، تبعیض، کار، او ټولنیزو ګټو کې ملاتړ .

  • هستوګنه او بې کوري: مشوره، لارښوونه، او د هستوګنې معلوماتو ورکشاپونه .

  • د لوبو پروژه: د کارډیف ښار کې د پناه غوښتونکو کورنیو لپاره خوندي د لوبو ځایونه .

  • Cymruz د پناه ورکولو اتحادیه: د سازمانونو شبکه او د ژوند تجربه لرونکي متخصصین چې د ویلز پناه غوښتونکو ملاتړ کوي .

خبرې اتر ې د سرحدونو څخه هاخو ا

د برتانیې د پناه غوښتونکو او کډوالو لپاره وړیا، آنلاین د انګلیسي ژبې لارښودنه او ډیجیټل ملاتړ برابروي. خدمات عبارت دي له یو پر یو انګلیسي لارښودنه، آنلاین ډله ییز ټولګي، او د وسایلو او سیم کارتونو لاسرسی ترڅو ډیجیټل بې برخې توب کم کړي. دوی همدارنګه منظم آ نلاین د همزولي ملاتړ ډلې پرمخ وړي، په دې ک ې د ا شامل د ي

  • د اوونیزو فارسي ژبې همزولي ملاتړ ډل ه

  • د اوونیز و LGBTQ+ همزولي ملاتړ ډل ه

  • د اوونیزو همزولي ملاتړ ډله د ځوانانو لپاره (عمر 16 نه تر 21)

د NHS 111 بحران رواني روغتیایي ملاتړ

NHS د یو ټیلفون کرښي له لارې د رواني روغتیا بحران ملاتړ 24 / 7 کڅوړې ته لاسرسی وړاندي کوي.

Refugee Action (د کډوالو اقدام)

د کډوالو اقدام د انګلستان په مختلفو برخو کې د کډوالو او پناغوښتونکو څخه ملاتړ کوي.

  • د پناه غوښتنې بحران (لندن، مانچسټر، ویسټ میډلینډز، براډفورډ (یوازې کورنۍ)): د هغو پناه غوښتونکو سره مرسته کوي چې هستوګنې یا مالي ملاتړ ته اړتیا لري، یا دا چې ملاتړ یې رد شوی یا ودریدلی وي .

  • د BRAVE پروژه (براډفورډ): د پناه غوښتونکو لپاره د تجربې لرونکو متخصصینو په مشرۍ د یوځای کېدو او ښه ژوند پروګرام، چې په ځانګړې توګه پر کورنیو تمرکز کوي .

  • د هوساینې پروګرام: دا خدمت د Solace په همکارۍ وړاندې کېږي، د هغو کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره چې د ټپي کېدو یا رواني ستونزو سره مخ دي، یو پر یو درملنه برابروي، او همدارنګه د هغو لپاره چې لږ یا اضافي ملاتړ ته اړتیا لري، د اوونیزو ښه ژوند ډله ییزې غونډې وړاندې کوي.

  • د مهاجرت ملي مشورې خدمت (NIAS): د OISC درېیمه کچه د مهاجرت مشوره او قضیوي چارې وړاندې کوي د هغو پناه غوښتونکو او مهاجرو لپاره چې په لندن، برمنګهم، مانچسټر، او برادفورډ کې د Asylum Crisis خدمات کاروي، او مستقیم ارجاعات هم د برادفورډ څخه مني .