11 فزيکي روغتیایي ستونزې (د 20 مې اوونۍ پرمهال ترسره کیدونکې معاينه) (Pashto)
تازه شوی 3 June 2026
Applies to England
دا لنډه ویډیو د امېدوارۍ پر مهال د 11 فزيکي روغتیایي ستونزو د ناروغي د معلومولو معاينې پ اړه څرګنده وي.
د ناروغي د معلومولو معاينې موخې
دا معاينه د امېدوارۍ د 18مې او 20مې اوونۍ تر منځ له شپږو اضافي ورځو سره ترسره کېږي. دې ته پ عمومې ډول د امېدوارۍ د 20مې اوونۍ د ناروغي د معلومولو معاينه ویل کېږي.
دا معاينه ستاسو پ ماشوم کې د 11 بېلابېلو روغتیایي ستونزو پ اړه ګورې. پ دې کې هر هغه څه نشي موندل کیدې کوم چې ناسمه کیدلې شي.
دا دې روغتیایي ستونزو پ اړه معلومات
دا معاينه به ستاسو د ماشومانو د دماغو، مخ، زړه، هډوکو، ملا تیر، نس (خېټې) او پښتورګو تفصيلي معاینه ترسره کوي.
پ ډېرو حالاتو کې معاينه به ښايي چې ستاسو ماشوم د تمې سره سم وده کوونکې ښکاري. مګر، ځینې وختونه کومه طبي ستونزه موندل یا ګمان پرې کېږي. ځینې شیان د نورو پ پرتله ډېر روښانه لېدل کیدې شي. د بېلګې پ توګه، ځينې ماشومان یو روغتیایي ستونزې لري چې د ماشوم شا پ بشپړ ډول نه جوړېدلو طبي ستونزه بلل کېږي، کوم چې د ملا تیر اغېزمنوي.
د ماشوم شا پ بشپړ ډول نه جوړېدلو طبي ستونزه پ عمومې ډول پ معاينه کې پ روښانه ډول لېدلی کېدل شي. نږدې پ 10 کې 9 ماشومان (90%) څوک چې دا روغتیایي ستونزه لري، دا ستونزه به د معاينې له لارې موندل کېږي.
د زړه ستونزې موندل ډېر ستونزمن وي. معاينه به پ هغو ماشومانو کې پ نیمایي ډول (50%) ومومي چې د زړه ستونزې لري.
ځینې هغه روغتیایي ستونزې چې پ معاينه کې لیدلې کېدی شي، معنا لري چې ماشوم به د زیږون وروسته درملنې یا جراحي ته اړتیا لري (د بېلګې پ توګه، د شونډې پرېوالی). پ لږ شمېر پېښو کې، ځینې ډېر جدي روغتیایي ستونزې موندل کېږي. د بېلګې پ توګه، چې د ماشوم دماغو، پښتورګو، دننه غړو یا هډوکو پ سمه توګه وده نه ده کړي. پ ځینو ډېر جدي او نادرو پېښو کې، چې هیڅ درملنه ممکنه نه وي، ماشوم به ډیر ژر د زیږون وروسته یا د امېدوارۍ پ وخت کې مړ شي.
پ ویب پاڼه کې د دې معاينې پر مهال د کتنې اصلي روغتیایي ستونزو پ اړه نور تفصيلي معلومات شتون لري.
د ناروغي د معلومولو ازموینه
ډېرې معاينې د ځانګړې روزل شوې ډلې لخوا ترسره کېږي کوم ته چې سونګرافرز ویل کېږي.
ستاسو د ماشوم روښانه انځورونه ترلاسه کولو لپاره، معاينه پ لږ رڼا لرونکي خونه کې ترسره کېږي. سونګرافر ممکنه اړتیا ولري چې سکرين پ مستقیم ډول د ځان مخې ته وساتي یا پ یوه زاويه کې یې ترتیب کړي.
-
له تاسو څخه به وغوښتلې شي چې پ بستر کې څملې.
-
له تاسو څخه به غوښتنه کېږي چې خپل کمیس تر سینې پورې پورته کړئ او خپله لمن یا پتلون تر کمر پورې ښکته کړئ.
-
د الټراساؤنډ جیل څخه د ساتنې لپاره نرۍ کاغذ ستاسو د جامو دڼه ایښودل کېږي. جیل ستاسو پ نس (خېټه) باندې ایښودل کېږي. جیل ممکنه یخ وي.
-
سونګرافر د لاس سره نیول کېدونکی آله چې ورته پروب ویل کېږي، د ستاسو پ نس (خېټه) باندې حرکتوي ترڅو ستاسو د ماشوم بدن پ دقت سره معاینه کړي. جیل یقیني کوي چې د پروب او ستاسو د پوستکي تر منځ ښه تماس وي.
پ معمومې ډول د لیدنې وخت نږدې تر 30 دقیقې پورې وخت نیسي.
د معاينې ترسره کول درد نه لري. مګر سونګرافر د ماشوم روښانه انځورونه ترلاسه کولو لپاره پروب ته پ نرمۍ سره پر ستاسو نس باندې فشار ورکولې شي. دا لږ نا آرامه کېدی شي. وروسته به د الټراساؤنډ پ سکرین باندې ستاسو د ماشوم تور او سپین انځور ښکاره شي.
سونګرافَر ممکنه د سکین ترسره کولو پ وخت کې چوپ پاتې شي. دا د هغوی لپار مهه ده چې خپل د تمرکز کولو وړتیا ولرې ترڅو د لوړ کیفیت سکین ترسره کړي.
د ستاسو معاينې ترسره کولو پر مهال سونګرافر د ادارې بل کارکوونکي څخه د دویم نظر غوښتنه کولې شې.
ځینې وختونه ستاسو د ماشوم روښانه انځور ترلاسه کول ستونزمن وي. دا ځکه کېدی شي چې ستاسو ماشوم پ ناوړه موقعیت کې پروت وي، یا ستاسو وزن د عادي څخه لوړ وي. دا پدې معنا نه لري چې کومې اندېښنې پ اړه به ستونزه ولرې.
که داسې پېښه شي، تاسو ته به د امېدوارۍ د 23 مې اوونۍ پورې دویمه معاينه وړاندې کېږي. سونګرافر به هڅه کوي چې پ راتلونکي لیدنه کې معاينه بشپړه کړي، خو دا تل ممکنه نه وي.
ډېر لږ وخت، دا دویمه معاينه نشي بشپړ کېدی. که داسې پېښه شي، تاسو ته به بله د ناروغي د معلومولو معاينه نه وړاندې کېږي. ستاسو د ماشوم د زیږون وروسته فزیکي معاينه به ترسره کېږي.
ستاسو د ماشوم جنس معلومول د دې معاينې هدف نه دی، خو اکثره روغتونونه به تاسو ته ووایي که دا پ اسانۍ سره لیدل کېدی شي. که چېرې ستاسو د ماشوم جنس ونه لیدل شي، تاسو ته به بله معاينه نه وړاندې کېږي.
کله چې تاسو د معاينې لېدنې لپاره راځئ، تاسو بشپړ مثانې لرلو ته اړتیا لرلي شي. دا باید د لېدنې د ټاکلو پر مهال روښانه شي. که تاسو ډاډمن نه یاست، تاسو له روغتون سره اړیکه نیولې شي.
تاسو د لېدنې پر مهال یو څوک د ځان سره راوستل خوښولئ شي. ډېر روغتونونه ماشومانو ته اجازه نه ورکوي چې د معاينې ترسره کېدو پ وخت کې شتون ولري. مهرباني وکړئ د خپل لېدنې مخکې له روغتون څخه د دې پ اړه پوښتنه وکړئ.
د ازموینې د ترسره کېدو پ وخت کې خونديتوب
تاسو یا ستاسو ماشوم لپاره د الټراساؤنډ معاينې ترسره کولو پ وخت کې کوم پېژندل شوی خطر شتون نلري. دا مهمه ده چې پ دقت سره فکر وکړئ چې معاينه ترسره کول غواړئ که نه. معاينه داسې معلومات وړاندې کولې شي کوم چې دا معنا لرې چې تاسو نورې مهمې پریکړې وکړئ. د بېلګې پ توګه، تاسو ته نورې ازموينې وړاندي کېدی شي کوم چې د حمل له لاسه ورکولو خطر لري.
د ناروغي د معلومولو معاينه ستاسو خپل انتخاب دې
تاسو اړ نه یاست چې معاينه ترسره کړئ. ځینې خلک غواړي چې پوه شي چې ایا د دوی ماشوم د 11 فزیکي روغتیایي ستونزو څخه کوم یو لري او ځینې خلک نه غواړي.
که تاسو انتخاب وکړئ چې دا معاينه ترسره کړئ، تاسو د پایلو پر بنسټ مهمې شخصي پریکړې کولو ته اړتیا لرلې شي. هر څه چې تاسو پرېکړه وکړئ، تاسو به د خپل روغتیايي ډلې لخوا ملاتړ کېږي.
د ازموینې نه ترسره کول
که تاسو انتخاب وکړئ چې معاينه ترسره نه کړئ، تاسو لا هم د خپلې معمول امېدواري پاملرنې ټولې نورې برخې ترلاسه کولې شئ.
د ازموینې احتمالي پایلې
پ ډېرو پېښو کې، معاينه به ښايي چې ستاسو ماشوم د وده کوونکې پ توګه ښکاري لکه څنګه چې تمه کیږي او د هغو 11 فزیکي روغتیایي ستونزو څخه کوم یو نلري چې لپاره یې معاينه ترسره شوې ده.
تاسو ته به تل ویل کېږي که د معاينې پر مهال کومه غیر متوقع ستونزه موندل شي.
پ معاينې کې ټول روغتیایي ستونزې نشې موندل کېدی. تل احتمال شتون لري چې ماشوم د داسې حالت سره زیږیدلی وي چې پ معاينه کې نشې لېدل کېدی.
نورې ازموينې
تاسو ته بله ازموينه وړاندي کېدی شي ترڅو پ ډاډ سره وپېژندل شي چې ایا ستاسو ماشوم د کوم یو بل ستونزې سره مخ دی.
که تاسو ته نورې ازموينې وړاندي شي، تاسو ته به د هغوی پ اړه نور معلومات درکړل کېږي ترڅو تاسو پرېکړه وکړئ چې ایا تاسو دا ترسره کول غواړئ که نه. تاسو به دا دې پ اړه د خپلې نرسې یا مشاور سره د بحث کولو وړتیا درلودې. که اړتیا ولري، تاسو به یوې متخصصې ته راجع کړل شئ، ممکنه پ بل روغتون کې.
د خپل پایلو پ اړه معلومات ترلاسه کول
سونګرافر به تاسو ته د سکین پایلې پ هماغه وخت کې د ویلو وړتیا درلودې.
پ NHS.UK .
د 20 اونیو الټراساونډ معاينې پ اړه نور معلومات وګورئ.